۰

وسله والو د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب وژلی دی

دوشنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب محمد صالح وژلی دی.
وسله والو د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب وژلی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، نامعلومه وسله والو کسانو بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو سرطبیب محمد صالح وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادش وايي، دغه پېښه نن دوشنبې د وري ۲۳ مه د بلخ مرکز مرازشریف ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې نامعلومه وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په سرطبیب محمد صالح غلچکي برید کړی او هغه یې وژلی دی.

د بلخ د پولیسو ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او تر اوسه د قتل مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي