۰

ارګ: روانه اوونۍ به ۲۹ پروژې بشپړې شي

دوشنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، روانه یوه اوونۍ به د ۳۳۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۹ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټنې ته وسپارل شي.
ارګ: روانه اوونۍ به ۲۹ پروژې بشپړې شي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، روانه یوه اوونۍ به د ۳۳۰ میلیون ډالرو په لګښت ۲۹ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټنې ته وسپارل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پروژې د ټولګټو چارو وزرات، کابل ښاروالۍ او د پایتخت زون د انکشاف اړوند دي.

ارګ وايي، د ټولګټو چارو وزارت درې پروژو کې ۳۶۶ کیلومتره سړک، ۸۴۰ پلچکه او دوه پلونه شامل دي، چې روانه اوونۍ به بشپړ او ګټنې ته وسپارل شي.

دغه راز خبرپاڼه وایي، د ښاروالۍ اړوند درې پروژو کې بیا ۸ کیلومتره سړک، ۳ پلونه او درې پلې لارې شاملې دي.

خبرپاڼه وايي، د پایتخت زون اړوند د ۱۸ کیلومتره سړک په تېږو پوښلو، ۴۵۰ متره کانال، صنعي پارک جوړلو او څو نورې پروژې به هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ټولو ۲۹ پروژو ۲۶.۴ میلیارده افغانۍ چې ۳۳۰ میلیون امریکايي ډالر کېږي لګول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي