۰
د کورنیو چارو سرپرست وزیر:

سوله غواړو خو نه غواړو افغانستان بیا د پردیو استخباراتو لاس ته ولوېږي

دوشنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۵
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وايي، افغان حکومت او ولس رښتینې سوله غواړي خو نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو استخباراتو لاس ته ولوېږي.
سوله غواړو خو نه غواړو افغانستان بیا د پردیو استخباراتو لاس ته ولوېږي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات وايي، افغان حکومت او ولس رښتینې سوله غواړي خو نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو استخباراتو لاس ته ولوېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حیات دغه څرګندونې نن دوشنبې د وري ۲۳ مه ننګرهار کې د جمهوریت په ملاتړ په یوه لویه ولسي غونده کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې افغان دولت او ولس رښتینې او صادقانه سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې بې ساري قربانۍ ورکړې او اقدامات یې تر سره کړي دي.

د هغه په وینا افغان حکومت او ولس صادقانه سوله غواړي خو دا نه غواړي، چې د ډاکتر نجیب الله د وخت تریخ تاریخ یو ځل بیا تکرار شي او افغانستان د پردیو استخباراتو لاس ته ولوېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا جګړه یوازې د افغانستان نه بلکې د نړۍ جګړه ده او دلته استخباراتي ډلې د خپلو ګټو لپاره فعالې دي.

ښاغلي حیات و ویل«د افغانستان دښمنانان غواړي د ډاکتر نجیب الله د وخت تاریخ یو ځل بیا تکرار کړي، خو افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې دا ارمان به یې پوره نه شي، تر څو چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وي، دښمن دې پر افغانستان د تسلط خوبونه ګور ته یوسي.»

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او ولس په ټول توان سره د نظام، ارزښتونو او تېرو لاس ته راوڼو ساتنې ته ژمن دي او دښمن ته به اجازه ورنه کړي، چې هر څه یې بیا په اوبو لاهو کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان خلک بېرته شاتګ نه غواړي او هېڅ کله به یوې تپل شوې سولې ته غاړه کېنږدي.
 
دغه راز ښاغلي حیات په دې غونډه کې ژمنه وکړه، چې د خلکو او پولیسو تر منځ به واټن راکموي او د غلو، داړمارانو، چارتراشو او نشه يی توکو د قاچاقبرانو او غاضبینو پر ضد به کوټلي ګامونه اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي