۰

د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناسته د مارچ په ۲۴ مه کېږي

چهارشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۵
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس نېټه د اپریل ۲۴ مه نېټه اعلان کړه.
د افغان سولې په تړاو د ترکیې ناسته د مارچ په ۲۴ مه کېږي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس نېټه د اپریل ۲۴ مه نېټه اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، دغه کنفرانس به د اپرېل له ۲۴ مې د مۍ تر ۴ مې پورې دوام ولري.

اعلامیه وايي، دغه کنفرانس ټول شموله دی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو لوړپوړي استازي په کې ګډون کوي.

ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د دې کنفرانس جوړونکي (ترکیه، قطر او ملګري ملتونه) د آزاد خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.

اعلامیه کې ویل شوي دي، په دې کنفرانس کې ګډون او د هغې اجندا د افغاني اړخونو سره په پراخو مذاکراتو پورې مربوطه ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استانبول کنفرانس هدف په دوحه کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو چټکېدل او مکملېدل دي.

 ترکیې ویلي، تمه لري دغه کنفرانس ټولو شریکانو ته د افغانستان د خلکو څخه ملاتړ د بیا څرګندولو لپاره یو له اهمیته ډګ فرصت وي او هغوی ته د سولې، ثبات او ټول شموله سوکالۍ پر لور لاره پرانیزي.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره په چمتوالي بوخت دي خو طالبانو رټ ویلي، چې په دغه کنفرانس کې به ګډون ونه کړي.

جمهورخبري اژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي