افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس باندې خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي،په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې پر روان بهیر، په ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستې او دغه راز له بایډن سره د ټلفوني تماس په اړه خبرې اترې شوې دي.
ولسمشر غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال پر افغان سوله او ترکیې د ناستې په اړه خبرې کوي، چې ترکیې د دغه ناستې کره نېټه د اپرېل ۲۴ مه اعلان کړې ده.
افغان حکومت یا په ټول کې د جمهوریت لوري ویلي دوی دغه ناستې ته په تیاریو بوخت دي خو طالبانو ویلي، چې په دغه ناسته کې د ګډون لپاره چمتوالی نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل