امریکایان پنځه میاشتې نور هم له افغانستان څخه نه وځی

25 حمل 1400 ساعت 9:09

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې امریکايي ځواکونه به پنځه میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې شي.


امریکايي رسنیو راپور ورکړی، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې امریکايي ځواکونه به پنځه میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له طالبانو سره د امریکا د دوحې په هوکړه کې ټاکل شوې چې ټول بهرني ځواکونه به د روان میلادي کال د مي تر اولې پورې له افغانستان څخه وځي.

طالبانو دا هوکړه د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال له امریکايي ادارې سره کړې وه خو د ولسمشر جوبایډن په راتګ سره نوې ادارې په وار وار ویلي، چې پر ټاکلې نېټه د امریکايي ځواکونو وتل ستونزمن کار دی.

تازه امریکايي واشنګټن پوست ورځپانې راپور ورکړی، چې امریکا د مي له اولې پنځه میاشتې نورې هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.

دغه ورځپاڼې ویلي، د بایډن ادارې پرېکړه کړې، چې ټول ځواکونه به د روان کال د سپټبمر میاشتې تر ۱۱ مې نېټې پورې له افغانستان څخه وباسي.

خو طالبانو په وار وار ویلي، که بهرني ځواکونه له دوی سره د کړې هوکړې سم د مۍ تر اولې افغانستان څخه ونوځي نو دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com