جوبایډن به نن افغانستان کې د خپلو سرتېرو په اړه پرېکړه اعلان کړي

25 حمل 1400 ساعت 9:17

سپینه ماڼۍ وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د اپرېل ۱۴ مه افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه پرېکړه په رسمي ډول اعلان کړي.


سپینه ماڼۍ وايي، ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن نن د اپرېل ۱۴ مه افغانستان کې د خپلو ځواکونو په اړه پرېکړه په رسمي ډول اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا په داسې حال کې ده، چې پرون امریکايي رسنیو راپورو ورکړ، چې بایډن پرېکړه کړې او ځواکونه پنځه میاشتې نور هم له افغانستان څخه نه باسي.

امریکايي رسنیو زیاته کړې وه، چې بایډن به ټول ځواکونه د روان کال د سپټبمر په ۱۱ مه له افغانستان څخه وباسي.

خو سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر بایډن به نن په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د وتلو او نه وتلو په اړه خبري وکړي او خپله پرېکړه به اعلان کړي.

بایډن به دا پرېکړه پر پر داسې مهال کوي، چې دوحه کې له طالبانو سره د کړې تړون له مخې ټول بهرني ځواکونه باید د مۍ تر اولې له افغانستان څخه وځي.

طالبانو خبرداری ورکړی، چې که تر ټاکلې نېټې وروسته بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې شي نو دوی به پرې له سره بریدونه پیل کړي.

خو امریکايي لوری وايي، طالبانو هم د دوحې په هوکړه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړې بلکې په وار وار یې نقض کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138156

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138156/

جمهور
  https://www.jomhornews.com