۰

د افغانستان او امریکا ولسمشران به ډېر ژر تلېفوني خبرې وکړي

چهارشنبه ۲۵ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۰
ویل کېږي د امریکا ولسمشر جوبایډن به ډېر ژر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو او سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان او امریکا ولسمشران به ډېر ژر تلېفوني خبرې وکړي
ویل کېږي د امریکا ولسمشر جوبایډن به ډېر ژر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو او سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره په استراتېژیکو او عامه اړیکو کې د ولسمشر غنی سلاکار وحید عمر هم به خپل ټوېټر پاڼه تایید کړې ده.

ښاغلي عمر لیکلي، ډېر ژر به د امریکا ولسمشر جوبایډن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې اترې وکړي او له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتلو جزیات به ورسره شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغان حکومت او امریکا په تېر کې هم په دوامداره توګه د بهرنیو ځواکونو په وتلو بحث کړی او د افغانستان حکومت هر تصمیم چې د امریکا له خوا د خپلو سرتېرو په اړه نړیول کېږي درناوی یې کوي.

وحید عمر زیاته کړې، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو دوه لسیزو کې له خپل هېواد او هېوادوالو په مېړانې سره دفاع کړې او دا مهال هم ۹۸ سلنه عملیات خپله دغه ځواکونه مخ ته وړي.

د ولسمشر سلاکار ټینګار کړي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په راتلونکې کې هم د بشپړه عملیاتو د ترسره کولو توان لري او عملیات به خپله کوي.

باید و ویل شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم له ولسمشر غني سره په تېلفوني خبرو کې ویلي، چې کېدای شي ډېر ژر ولسمشر بایډن هم ورسره تلېفوني خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي جوبایډن به نن د اپرېل ۱۴ مه افغانستان کې د خپلو سرتېرو برخلیک روښانه کړي او رسم به اعلان وکړي، چې خپل ځواکونه افغانستان کې تر یوې مودې پرېږدي که یې باسي.

خو واشنګټن پوست ورځپانې د لوړ پوړو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د بایډن ادارې تر پنځو میاشتو پورې د سرتېرو د نه وتو پرېکړه کړې او ټول سرتېري به تر سپټمبر میاشتې پورې له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي