افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یې تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي بایډن تېره شپه تلېفوني خبرې کړې دي.
ښاغلي غني ویلي د امریکا له ولسمشر سره یې د سپټمبر د میاشتې په لومړیو ورځو کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په پرېکړه خبرې کړې دي.
د ولسمشر غني په ټوېټر لیکل شوي، چې افغان دولت د امریکا د پرېکړې درناوی کوي او د امریکايي شریکباڼو سره به په ښه توګه د اتنقال په منظور همکاري وکړي.
افغان ولسمشر همدا راز لیکلي چې د امریکا او ناټو د همکارانو سره به د سولې په روانو هلو ځلو ګډ کار کوي.
ښاغلي غني ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په بشپړه توګه د خپل هېواد او ولس د دفاع جوګه دي او دا کار له پخوا راهیسې کوي، چې افغان ولس به یې تل منندوی وي.
جمهورخبري آژانس:کابل