۰

بلینکن د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې

پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۵
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.
بلینکن د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بلینکن او باجوه تلېفوني خبرې پرون چهارشنبې د وري ۲۵ مه شوې.

سرچینه وايي، دواړو خواوو پر دوه اړخیزو مسلو، او د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستیو انکشافاتو په شمول د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، باجوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې د ملاتړ بشپړ ډاډ ورکړ.

همدارنګه خبرپانه وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ژمنه ورکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړی وايي، د مۍ له اولې به د سرتېرو ایتسل پیل او تر ۱۱ د سپټمبر پورې به ټول له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي