۰

ناټو له امریکا سره یو ځای خپل سرتېري باسي

پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۰
د ناټو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دغه سازمان هم د امریکا سره سم د مۍ له اولې خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي.
ناټو له امریکا سره یو ځای خپل سرتېري باسي
د ناټو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دغه سازمان هم د امریکا سره سم د مۍ له اولې خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناټو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو پرون په همدې تړاو غونډه کړې او له غونډې وروسته یې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د ناټو غړي هېوادونه هم د راتلونکې می میاشتې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو لړۍ پیلوي.

خو په وینا یې له افغانستانه د ځواکونو ایستل له دغه هېواد سره د اړیکو پرېکولو مانا نه لري، بلکې ناټو به د امنیت ټینګولو او د تېرو شلو کالو لاسته راوړنو خوندي کولو په چاره کې له افغانستان او خلکو سره یې ولاړ اوسي.

دوی وايي، د پوځیانو د ایستلو چاره به په منظمه توګه او په همغږۍ سره راتلونکو څو میاشتو کې ترسره کېږي، او که چېرته طالبان دې موده کې پر ناټو ځواکونو برید وکړي نو ځواکمن ځواب به ورکول کېږي.

اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان روانه ستونزه پوځي حل نه لري، نو ځکه دغه سازمان د افغانانو په مشري د سولې د خبرو او په دې لړ کې د استانبول د کنفرانس هرکلی کوي.

ناټو یو ځل بیا پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې د سولې بهیر په تړاو خپلې ژمنې پوره کړي او داسې سیاسي جوجاړی وکړي، چې ورسره افغانستان کې تاوتریخوالی او جګړې د تل لپاره ختمې شي.

د ناټو سازمان غړو هېوادونو ویلي دوی داسې افغانستان غواړي، چې د ټولو افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لږکیو بشري حقونه خوندي شي، قانون پکې برلاسی وي او دا تضمین وکړي بیا به د ترهګرو په پټنځای نه بدلېږي.

دوی د هغو ټولو کسانو مننه کړې چې په تېرو شلو کالو کې یې په افغانستان کې د دې سازمان په ماموریت کې دنده ترسره کړې، او دې لړ کې د وژل شویو کسانو د قربانیو درناوی یې کړی دی.

ناټو پر داسې مهال دا پرېکړه کوي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم تېره شپه اعلان وکړ، چې نور یې افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او تر سپټمبر پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي