د کاناډا پخوانی سفیر:

د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره د سرتېرو ایستل غوره پرېکړه نه ده

26 حمل 1400 ساعت 11:06

کابل کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر ویلي، چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سرتېرو ایستل غوره پرېکړه نه ده.


کابل کې د کاناډا پخواني سفیر الکساندر ویلي، چې افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سرتېرو ایستل غوره پرېکړه نه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په ټوېټ پيغامونو کې ویلي، افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده.

دی وايي، د سرتېرو حضور یا نه حضور په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري، تر هغې چې پر پاکستان د نیابتي جګړې د ختمولو لپاره فشارونه ډېر نه شي.

پخواني سفیر الکساندر د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هڅه کوي د سولې روانه پروسه ناکامه کړي.

دغه کاناډايي دپيلومات ټینګار کړی چې نړیوال باید پر پاکستان د نیابتي جګړو د پای ته رسولو او ترهګرو د ملاتړ په پار شارونه ډېر کړي.

الکساندر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا او ناټو له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د ایتسلو پرېکړې اعلان کړې وايي، یو ځای به د مۍ له اولې د ځواکونو وتل پیل کړی او د سپټمبر تر ۱۱ مې به ټول له افغانستان څخه وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138186

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138186/

جمهور
  https://www.jomhornews.com