۰

سي ای اې: د ټولو سرتېرو ایستل به خطر رامنځ ته کړي

پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۷
د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشر ویلیم برنز وايي، له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستره خطرونه رامنځ ته کړي.
سي ای اې: د ټولو سرتېرو ایستل به خطر رامنځ ته کړي
د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې مشر ویلیم برنز وايي، له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل به ستره خطرونه رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلیم برنز دا څرګندونې د امریکا سنا ته کړې او ویلي یې دي، چې د ولسمشر جوبایډن عجولانا پرېکړه سیمې او امریکا ته امنیتي خطرونه جوړولی شي.

نوموړي ویلي، د ټولو بهرنیو ځواکونو ایستل به خطرناک اقدام وي او اړتیا ده چې په اړه یې فکر وشي.

دا په داسې حال کې ډه، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله تازه اعلان کړې پرېکړه کې ویلي، د سپټمبر تر یوولسمې به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي او په دغه هېواد کې به خپله اوږده جګړه نوره پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي