۰
د امریکا دفاع وزیر:

د افغانستان په ګډون هر ځای د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام کولی شو

پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۰
د امریکا دفاع وزیر لوید آسټین مېلر وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره سیمه کې د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شي.
د افغانستان په ګډون هر ځای د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام کولی شو
د امریکا دفاع وزیر لوید آسټین مېلر وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په هره سیمه کې د هر ډول احتمالي ترهګریز ګواښ پر وړاندې اقدام کولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آسټین بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال و ویل، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو پرېکړه کړې، خو په وینا یې دا په دې مانا نه ده، چې ترهګرو ته به د فعالیېدو او پرمختګ اجازه ورکوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د افغانستان په ګډون له هر هېواده چې امریکايي ځواکونه وځي، خو د اړتیا په صورت کې په بېړه اقدام کولی شي.

ده ویلي، د نړۍ پر سر داسې ځای نشته چې د خطر د پیدا کېدو په صورت کې امریکا یا ملګري یې هغه ځای ته و نه شي رسېدلی او خطر له دفع نه شي کړلی.

د امریکا دفاع وزیر آسټین مېلر ټينګار کړی چې دوی به د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرو پر ضد پر وخت اقدام کوي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي