۰

هند په افغانستان کې د بېړنۍ اوربند غوښتنه وکړه

شنبی ۲۸ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند وکړي.
هند په افغانستان کې د بېړنۍ اوربند غوښتنه وکړه
هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې غوښتي، چې ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي وايي، هند په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو له زیاتېدو اندېښمن دی نو ځکه د ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند غوښتنه کوي.

هند دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا بهرني ځواکونه له افغانستان په وتو دي او له بلې خوا طالبانو ویلي، چې دوی په هېڅ یوه غونده کې ګډون نه کوي.

طالبانو د امریکا د ولسمشر د بایډن دا پرېکړه چې امریکایي ځواکونه به د مۍ په میاشت کې نه بلکې په سپټمبر میاشت کې وباسي د دوحې د هوکړې خلاف بللې ده.
 
دغه ډلې له ځینو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې پر امریکا فشار راوړي، چې خپل ځواکونه د مۍ تر اولې پورې له افغانستان څخه وباسي.

طالبانو خبرداری ورکړی که امریکا پر ټاکلې نېته سرتېري ونه باسي نو د راتلونکو پېښو مسوولیت به د امریکا په غاړه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي