د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر وایي، که له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سولې خبرې ناکامې شي، له دغه هېواده به بهر ته د کډوالو شمېر زیات شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د یادې ادارې کمېشنر فلیپو ګراندي پرون جمعه د وري ۲۷ مه د ایټالیا پلازمېنه روم کې خبري ناستې ته کړې دي.
نوموړي ویلي، که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سولې خبرې ناکامه شي، له بده مرغه چې په دغه هېواد کې به ناامنۍ زیاتې شي.
هغه ویلي« که د سولې خبرې ناکامه شوې زه د ناامنۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو وړاندوینه کوم، له دې سره به د کډوالۍ څپه هم زیاته شي د نورو برخو ترڅنګ یې پر اروپا هم اغیز پریوځي.»
د یادونې ده، چې همدا اوس هم افغانستان ۷ میلیونه کډوال لري، چې ډېره یې په پاکستان او ایران کې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل