۰

د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو پر سیمه ییزه همکاریو خبرې کړې

یکشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمه ییزه همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې دي.
د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزیرانو پر سیمه ییزه همکاریو خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د سیمه ییزه همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د افغان سولې او د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې ډی.

ښاغلي اتمر د کرونا ویروس د مهار په برخه کې له افغانستان سره د هند د مرستو د مننې تر څنګه هیله ښودلې، چې دغه ناروغي ژر تر ژره هند کې هم کنټرول شي.

د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو تحولاتو په ځانګړي ډول د امریکايي ځواکونو د وتلو، له امریکا سره د همکاریو د نوي فصل پرانستو، له وتلو وروسته په سیاسي، امنیتي برخه کې د امریکا د همکاریو او مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سیمه ییزې همکارۍ پراختیا یې د سولې پروسې بریالیتوب لپاره مهم او د ارزښت وړ وباله.

په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې بشپړ ملاتړ او همکاري کوي.


دا په داسې حال کې ده، چې جي شنکر وړمه ورځ په یوه ویډیويي کنفرانس کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه ویلي و، چې هند په دې برخه کې ژوره اندېښنه لري.

هندي چارواکو په افغانستان کې په روان تاوتریخوالي او هدفي وژنو ژوره خواشني ښودلې او له دواړو لورو یې د ژر تر ژره هر اړخیزه اوربند غوښتنه کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي