۰

د برېتانیا د پوځ مشر: له افغانستان مې د امریکايي ځواکونو د وتلو تمه نه وه

یکشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۹
د برېتانیا د پوځ مشر جنرال سر نېک کارتر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه ناهیلي ښودلې وايي، د داسې یوې پرېکړې انتظار یې نه درلود.
د برېتانیا د پوځ مشر: له افغانستان مې د امریکايي ځواکونو د وتلو تمه نه وه
د برېتانیا د پوځ مشر جنرال سر نېک کارتر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړه ناهیلي ښودلې وايي، د داسې یوې پرېکړې انتظار یې نه درلود.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کارتر په یوه مرکه کې ویلي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي بیا ټوپک سالاران راوه ګرځي، خو به وینا یې وضعیت دومره هم بد نه دی، چې وړاندوینه یې کوي.

دغه برېتانوي جنرال ویلي د داسې یوې پرېکړې انتظار یې نه درلود، خو دا چې ولسمشر بایډن دا پرېکړه کړې دی یې هم درناوی کوي او دا د امریکا په ستراتېژۍ کې د بدلون ښکارندوی دی.

دی وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې له افغانستانه د کوم ترهګریز برید لارښوونه نه ده شوې او دا په حقیقت کې د برېتانیا او ناټو د غړو هېوادونو د سرتېرو لویه لاس ته راوڼه ده.

د برېتانیا د پوځ مشر د طالبانو د بدلون په اړه هم خبرې کړې وايي، طالبان نور هغه ډله نه ده، چې یو وخت وه، بلکې په وینا یې دوی به تېرو ۲۰ کلونو کې بدلون کړی.

جنرال کارتر ویلي«موږ هلته (افغانستان) کې و فکر کوم طالبانو هم دا درک کړې، چې سیاسي مشروعیت ته اړتیا لري.

نوموړي د مرکې په پای کې د افغان ځواکونو په اړه ویلي، چې دغه ځواک په واقعیت کې له تصوره لوړه روزنه لیدلې او کولی شي په ډېره اسانۍ سره د یو بل څنګ کې ودرېږي، نتیجه ورکړي او موږ به یوازې ورته ګورو.

د برېتانیا د پوځ مشر ټینګار کړي، چې د افغانستان خلک د سولې او ثبات په لټه کې دي او د طالبانو پر وړاندې یې جګړه نه ده بایللې.

جنرال کارتر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د امریکا او ناټو تر اعلان وروسته برېتانیا هم اعلان وکړ، چې د مي له اولې به د دوی د ۷۵۰ سرتېرو د وتلو لړۍ هم پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي