۰

اتمر او ویلسن د امریکایانو له وتلو وروسته پر همکاریو خبرې کړې دي

یکشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۰
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.
اتمر او ویلسن د امریکایانو له وتلو وروسته پر همکاریو خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو پر دوام خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د سولې پروسې، د ترکیې د ناستې او د افغانستان او سیمې د هېوادونو تر منځ د همکاریو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ویلسن ښاغلي اتمر ته داډ ورکړ، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره د امریکا همکارۍ او مرستې دوام ولري.

ویلسن ویلي امریکا به له وتلو وروسته هم په سیاسي، پراختیايي او بشردوستانه مرستو او په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکړي.

اتمر او ویلسن د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو او مرستو د حقوقي او عملي اقداماتو پر چوکاټ هم خبرې کړې او ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې باید سلا مشورې دوام ولري.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه ویې ویل، چې د ځواکونو ایستل به د مۍ له اولې پیل او د سپټمبر تر ۱۱ مې به ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د بایډن تر دې پرېکړې وروسته د ناټو غړو هېوادونو او دغه راز برېتانیا هم له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ ویې ویل، چې دوی هم د مۍ له اولې له افغانستان په وتلو پیل کوي.

خو هم امریکا او هم ناټو ټینګار وکړ، چې له افغانستان څخه د دوی وتل په دې مانا نه دي، چې ګڼې افغانستان ته یې شاه کړه، بلکې ټینګار یې وکړ، چې له افغانستان، افغانانو او په ځانګړي ډول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو به د دوی مرستې او همکارۍ دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي