سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د شخصي شخړې له امله د یوې کورنۍ ته غړي د لمانځه پر مهال وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د وري ۲۹) د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند یوه جومات کې رامنځ ته شوې ده.
راپورونه وايي، خلک په جومات کې د تراوېح لمانځه ولاړ وو چې وسله وال جومات ته ورننوتي او د یوې کورنۍ ۸ غړي یې په ډزو وژلي دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ټوېټ پیغامو کې د دغه پېښې د پخلي ترڅنګ ویل یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
ښاغلي امرخېل وايي، په ډزو کې د حاجي عبدالوهاب په نامه د یوه کس د کورنۍ ۸ غړي، چې پنځه یې زامن او درې یې ورېرونه دي وژل شوي.
د ننګرهار والي وايي، پېښه د امنیتي او کشفي ارګانونو تر جدي څېړنې لاندې ده او په اړه به یې معلومات تر بشپړو پلټنو وروسته شریک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل