۰

افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره باید پر پاکستاني جنرالانو فشارونه ډېر شي

یکشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۹
کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کریسټوفر الکساندر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د جګړې ته د پای ته رسېدو لار پر پاکستان د نړیوالو له خوا فشارونه اچول دي.
افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره باید پر پاکستاني جنرالانو فشارونه ډېر شي
کابل کې د کاناډا پخواني سفیر کریسټوفر الکساندر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د جګړې ته د پای ته رسېدو لار پر پاکستان د نړیوالو له خوا فشارونه اچول دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکساندر په خپله تازه مرکه کې ویلي، تر چې پر پاکستان فشار نه وي راوړل شوی، افغانستان کې به جګړه روانه وي.

نوموړي ټینګار کړي، چې په افغانستان کې د سولې راتګ او جګړې د ختمولو لپاره باید پر پاکستاني جنرالانو فشارونه راوستل شي.

دغه پخواني دیپلومات یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې په ښکاره توګه د پاکستان نیابتي جګړه روانه ده.

دی وايي، پاکستان به تر هغه دې جګړې ته ادامه ورکوي چې د نړیوالو له فشارونو سره نه وي مخ شوی.

الکساندر زیاتوي، دې لپاره چې د سولې روانه پروسه بریالۍ کړل شي نو ښه به وي چې پر پاکستاني جنرالانو په راولپینډۍ او اسلام اباد کې فشارونه ډېر شي او دوی د جګړې له مالي او نظامي ملاتړ راوګرځول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي