۰

دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې کابو ۴۰ طالبان وژل شوي

یکشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۷
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د کابو ۷۰ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې کابو ۴۰ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو سره نښته کې د کابو ۷۰ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن یکشنبې د وري ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په ننګرهار، لغمان، غزني، زابل، کندهار، هرات، فراه او بلخ ولایتونو کې اوښتې ده.

د سرچینې په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه ولایتونو کې ۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه دفاع زارت وايي، د طالبانو ۳۴ کړۍ مایونه هم د افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړای شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي