د تخار پولیس چارواکي وايي، پولیسو هغه دوه تنه غله نیوليو چې غوښتل یې د صرافۍ له سراری څخه ۴۰ زره امریکايي ډالر غلا کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د تخار د پولیسو مشر اکرام الدین سریع زیاتوي، دغه غله د مرکز تالقانو ښار د صرافۍ سرای څخه نن یکشنبې د وري ۲۹ مه سهار وختي نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې دغه دوه تنو غلو د سرافۍ د سرای د دوه دوکانونو بام او دېوالونه سوري کړي و او غوښټل یې پیسې غلا کړي، چې امنیتي پوستې او د تخار د صرافانو د ټولنې رییس د اطلاع پر اساس د پولیسو له خوا ونیول شول.
د امنیه قوماندان په ویناې دواړو غلو د صرافۍ سرای تر څنګ د رخت فروشۍ په یوه سرای کې دوکان په کرایه نیولی و او له هغې په ګټنې سره د صرافۍ د سرای د دوه دوکانونو دېوال او بام سوري کړي و.
د تخار د پولیسو مشر وايي، قضیه تر څېړنې لاندې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل