اروپايي ټولنه: تمه ده طالبان د ترکیې ناسته کې ګډون وکړي

29 حمل 1400 ساعت 11:14

اروپايي ټولنې تمه ښودلې، چې طالبان به د افغان سولې په تړاو د ترکیې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.


اروپايي ټولنې تمه ښودلې، چې طالبان به د افغان سولې په تړاو د ترکیې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د یادې ټولنې استازي انډرېس وون په یوه مرکه کې ویلي، د د افغان جګړې د پای ته رسېدو یوازینې لار خبرې اترې دي.

نوموړي ویلي، جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده نو ځکه طالبانو ته په کار ده، چې د ملګروملتونو په کوربه توب د ترکیې په جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

د انډرېس په وینا اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو ملاتړې ده او یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ کوي، چې مذاکرات چټک او تاوتریخوالی راکم کړي.

اروپايي ټولنه دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې طالبانو وار له مخه د افغان سولې په تړاو د اپرېل ۲۴ مه جوړېدونکې ناسته کې ګډون رد کړی دی.

طالبانو په اول کې ویل چې د دغه ناستې لپاره چمتوالی نه لری او مشران یې په سلا مشورو بوخت دي، خو د امریکا د ولسمشر له خوا د امریکايي سرتېرو د ایستلو تر اعلان وروسته چې د طالبانو په وینا د دوحې د هوکړې خلاف عمل دی، د ترکیې په ناسته کې د نه ګډون قطعي پرېکړه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138258

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138258/

جمهور
  https://www.jomhornews.com