۰
ولسشمر غني:

د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د پاکستان لاس کې دی، که دوستي کوي چمتو یو

یکشنبه ۲۹ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وايي، نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هېواد نارامه وي د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي.
د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د پاکستان لاس کې دی، که دوستي کوي چمتو یو
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وايي، نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هېواد نارامه وي د دوی هېواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن یکشنبې د وري ۲۹ مه په چهارچنار ماڼې د ملي پولیسو او ملي امنیت ۱۶ منسوبینو ته د د بریال دویمې درجې دولتي مډالونو د ورکړې په مراسمو کې وکړې.
 
په دغه مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ژمنو تعقیب په یو اصل بدل شوی او د دوامداره هڅو په نتیجه کې په کابل کې د جرمونو ګراف په بېساري ډول راټیټ شوی او له دولتي خدمتونو د خلکو د رضایت کچه لوړه شوې ده.
 
ولسمشر غني هم د شپږنیموغونډو لاسته راوړنې وستایلې وې ویل«تاسو د ګروپي مدیریت په نتیجه کې مثبت تغییرات راوستي، ظرفیت لرئ، دوام ورکړئ او زه ستاسو بشپړ ملاتړی یم.»

د امریکايي ځواکونو د وتلو او پاکستان په اړه ولسمشر غني و ویل، چې په معاصرتاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې له دوه کلونو راهیسې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو لپاره چمتوالی درلود او د هغوی د وتلولپاره یې هر اړخیز پلان برابر کړی دی.

ښاغلي غني و ویل، چې افغانان د خپلې خاورې ساتنې بشپړ چمتوالی او توان لري او د دې وخت رارسېدلی، چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي او خپله بې طرفي ثابته کړي.
 
 
افغان ولسمشر زیاته کړه، چې اوس وخت کې یو د جمهوریت صف دی او بل د دښمن، هغوی چې د جمهوریت په صف کې نه درېږي نور ورته په دولت کې ځای نشته.
 
ده و ویل، چې طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او یو په بل پسې د اسلامۍ نړۍ د دیني علماوو ټولنو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.
 
ښاغلي غني له افغانستان سره د سیمې هېوادونو د اړیکو بیا کتنې ته په اشارې وویل، چې نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هیواد نارامه وي د دوی هیواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي.
 
ولسشمر زیاته کړې«د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی او د دوستۍ په صورت کې افغانستان تیار دی چې د سیمې او نړۍ هیوادونو د همکاریو په زیاتوالي کې له پاکستان سره همکاري وکړي.»
 
د هغه په وینا لید لوری یې ملي حاکمیت، جمهوریت، ولسواکي، اباد، ازاد او خپلواک افغانستان دی.
 
ولسمشر وايي، که طالبان په دې چوکاټ کې سوله کوي د افغانانو غېږ ورته پرانېستې ده او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.
 
افغان ولسمشر په پای کې و ویل«موږ د ډار نه، د ټینګې ارادې خلک یوو.»
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي