۰

امریکا: د افغانستان راتلوونکې هېڅوک نه شي تضمینولی

دوشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۹
لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي، د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هېڅوک هم د افغانستان راتلونکې نه شي تضمینولی.
امریکا: د افغانستان راتلوونکې هېڅوک نه شي تضمینولی
لوړ پوړي امریکايي چارواکي وايي، د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هېڅوک هم د افغانستان راتلونکې نه شي تضمینولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سولېوان له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، افغانستان یو ځل بیا له سختو حالاتو سره مخ دی خو وايي، امریکا غواړي ورسره خبلې مرستې دوامداره وساتي.

د جېک سولېوان په وینا امریکا هڅه کوي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدلېدو ته پرېنږدي.

خو زیاتوي«زه هېڅ داسې تضمین نه شم کولی چې په افغانستان کې دننه به څه پېښ شي. هېڅ څوک دا تضمین نه شي کولی. امریکا همدومره کولی شي چې افغان امنیتي ځواکونو، افغان حکومت، او د افغانستان خلکو ته د وسایلو او قابلیتونو، د هغو ځواکونو ته د تعلیم او وسلو، مرستې وکړي.»

د امریکا د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړي، چې دوی به له خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته هم په له افغانستان سره همکار وي.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو نېټه د سپټمبر ۱۱ مه اعلان کړه په داسې حال کې، چې د امریکا پخواني حکومت له طالبانو سره د مۍ اوله نېټه هوکړه کړې وه، چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه وځي.

د امریکا دغه پرېکړې یو شمېر سیاسیون او ډلې ټپلې ورخطا کړې، خو افغان حکومت د امریکا د دغه پرېکړې هرکلی کړی وايي، په وتلو کې به ورسره همکاري وکړي.

افغان ولسمشر وايي، له دوه کالو وړاندې یې د یوې داسې پرېکړې انتظار درلود او اوس افغان ځواکونه کولی شي له خپل هېواد څخه په خپله ساتنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي