۰

د بهرنیو چارو سیاسي معین د روسیې، چین او هند له سفیرانو سره کتلي

دوشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۰
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب کابل کې د چین، روسیې او هند له سفیرانو سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو سیاسي معین د روسیې، چین او هند له سفیرانو سره کتلي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین میرویس ناب کابل کې د چین، روسیې او هند له سفیرانو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت خپرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې افغانستان کې د تل پاتې سولې، ثبات او د یادو هېوادونو د همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

روسي سفیر دیتمري ژیرنوف ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د دایمي ثبات ملاتړی دی او دغه هېواد ته به د سولې په راوستو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې،  افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او د افغانستان سوله ټولې سیمې ته سوله او ثبات راوستلی شي.

کابل کې د روسیې سفیر دا ژمنه هم کړې چې د سولې په اړه به د سیمه ییزې اجماع په پیاوړتیا کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي.

د یادونې ده، چې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټې تر اعلان وروسته امریکا او ناټو هم ویلي، چې دوی له افغانستان څخه وځي، خو د افغانانو، افغان حکومت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به خبلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

کابل کې د چین له سفیر وانک یو سره هم د افغان سولې په پروسې، د سیمې د وضعیت، د بهرنیو ځواکونو د وتلو او دغه راز د دوه اړخیزه اړیکو، مرستو او همکاریو په اړه خبرې اترې شوې دي.

د چین سفیر وانګ یو ډاډ ورکړي، چې هېواد به یې په پېلا بېلو برخو په ځانګړې ډول د سولې او ثبات په برخه کې له افغانستان سره هر ډول همکاري وکړي.

دغه راز ناب کابل کې د هند له سفیر رویندرا تندن سره هم په همدې موضوعاتو خبرې کړې او د هند سفیر ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره خبلې مرستې او همکارۍ په تېره بیا د سولې به برخه کې دوامداره وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي