د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سولې په پروسه خبرې کړې

30 حمل 1400 ساعت 10:44

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د سولې پروسې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو روسته د سیمه ییزه همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د سولې پروسې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو روسته د سیمه ییزه همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر د نړیوالې ټولنې د مرستې او همکارۍ تر څنګ په افغانستان کې د سولې تړون د بریالیتوب لپاره سیمه ییزه همکاري هم خورا اړینه او ارزښتناکه وبلله.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره پانه کې وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړ، چې هېواد یې یو سوله ییز، خپلواک او یو موټی افغانستان غواړي.

د سرچینې په وینا شاه محمود قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمښت د ټینګار تر څنګ و ویل، چې سولې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې او سیاسي حل ښه لار ده.

قریشي دا ډا هم ورکړي، چې هېواد به یې د افغانستان، ترکیې، پاکستان په درې اړخیزه او دغه راز د ترکیې د سولې کنفرانس کې ګډون کوي او د سیمه ییزې اجماع د رامنځ ته کولو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر ته پاکستان ته د سفر بلنه هم ورکړې، چې د ښاغلي اتمر له خوا منل شوې ده.

دا خبرې پر داسې مهال کېږي، چې ولسمشر پرون یوه یو لړ مراسمو کې د بهرنیو ځواکونو وتلو او سیمه ییزې اجماع، همکاریو او اړیکو ته په اشارې و ویل، چې نن تصمیم د پاکستان په لاس کې دی.

د ښاغلي غني په وینا که افغانستان آرام و، نو پاکستان به هم ارام وي او که افغانستان نا امن و نو پاکستان به هم ناامن وي.

افغان ولسمشر ټينګار وکړ، چې د دوستي او دښمنۍ انتخاب د پاکستان په لاس کې دی، خو په وینا یې که دوستي غواړي افغانستان چمتو دی، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د همکاریو د زیاتېدو په برخه کې له پاکستان سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 


د مطلب کود: 138290

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138290/

جمهور
  https://www.jomhornews.com