۰
مک ماسټر:

د امریکايي ځواکونو وتل به افغانستان کې ناورین ته لار هواره کړي

دوشنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۰
د امریکا د ملي امنیت پځواني سلاکار اېچ ار مک ماسټر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه په بشپړه توګه غطه او ګواښوونکې بللې ده.
د امریکايي ځواکونو وتل به افغانستان کې ناورین ته لار هواره کړي
د امریکا د ملي امنیت پځواني سلاکار اېچ ار مک ماسټر له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه په بشپړه توګه غطه او ګواښوونکې بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ماسټر له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي، چې له افغانستان د سرتېرو د وتلو په اړه د ولسمشر جوبایډن پرېکړه به یوه بشپړ ناورین ته لار اواره کړي.

نوموړي خبرداری ورکړي، چې طالبان په دې هڅه کې دي چې یو ځل بیا خپل امارت د افغانستان پر خلکو تحمیل کړي.

ماسټر ویلي، د بایډن وروستۍ پرېکړه به یو ځل بیا دغه هېواد د افغانستان د خلکو لپاره په دوزخ بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د ملي امنیت اوسني سلاکار جېک سولېوان هم مني، چې افغانستان له سختو حالاتو سره مخ دی خو وايي، امریکا غواړي ورسره خپلې مرستې دوامداره وساتي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېڅوک د افغانستان د راتلونکې تضمین نه شي کولی خو په وینا یې امریکا به پرېنږدي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

ده زیاته کړې«زه هېڅ داسې تضمین نه شم کولی چې په افغانستان کې دننه به څه پېښ شي. هېڅ څوک دا تضمین نه شي کولی. امریکا همدومره کولی شي چې افغان امنیتي ځواکونو، افغان حکومت، او د افغانستان خلکو ته د وسایلو او قابلیتونو، د هغو ځواکونو ته د تعلیم او وسلو، مرستې وکړي.»

خو په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، که امریکا پوه شي، چې افغانستان کې بیا د ترهګرۍ ګواښ راټوکېدلی نو پر وخت او جدي اقدام به وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې بر داسې مهال کوي، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو مشر او د کانګرس یو شمېر غړو له افغانستان د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان وضعیت نا سم بللی او ویلي یې و، چې له دغه هېواده به یو ځل بیا پر امریکا بریدونه وشي.

خو دا اندېښنې او اندونه هم په کلکه رد کړ، چې ګڼې د بهرنیو تر وتلو وروسته به یو ځل بیا افغانستان داخلي جګړو ته لاړ شي، ځکه په وینا یې دا کار د هېچا په ګټه نه دی، دا که طالبان وي او که کوم بل طرف.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان خلک په قطعي ډول بیا د کورنیو جګړو د پیل او جګړې اوږدېدل نه غواي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، که طالبان غواړي په یوه ډول په حکومت کې شریک شي، یا په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي او نه غواړي، چې منزوي شي نو د سولې سیاسي پروسې ته د داخل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي