طالبانو د مس عینک کان ۷ ساتونکي وژلي

6 ثور 1400 ساعت 9:18

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې د مس عینک کان پر ساتونکو برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، طالبانو د لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې د مس عینک کان پر ساتونکو برید کړی او ۷ سرتېري یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون یکشنبې د غوايي ۵ مه له غرمې وروسته د مس عینک کان ساتونکو پر رنجر موټر برید کړی دی.

اعلامیه کې ویل شوي، دغه ساتونکي، چې د مس عینک ساتونکو غونډې ته روان و، ۷ تنه ترې وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو هم منلې چې برید دوی کړی او ۸ سرتېري یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138450

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com