چین خپل سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته هڅوي

6 ثور 1400 ساعت 9:39

کابل کې د چین سفیر وانک یو ویلي، چین به خپل چینايي سوداګر او کمپنۍ به په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوي.


کابل کې د چین سفیر وانک یو ویلي، چین به خپل چینايي سوداګر او کمپنۍ به په افغانستان کې پانګې اچونې ته وهڅوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي یو په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د دې غوښتونکي او پلاوي دي، چې په څنګ کې یېیو پیاوړی او پرمختللی افغانستان موجود وي.

نوموړي زیاته کړې، له همدې امله هڅه کوي چینايي سوداګر په افغانستان کې په بېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.
 
کابل کې د چین سفیر زیاته کړې، د یو کمربند یوې لارې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان او چین اړیکې لا ډېرې پراخې شي او په ټوله سیمه کې به اقتصادي وده رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 138454

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138454/

جمهور
  https://www.jomhornews.com