ننګرهار کې چاودنې شپږ تنه ټپیان کړل

6 ثور 1400 ساعت 10:33

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ملي اردو په موټر چاودنې شپږ تنه ټپیان کړي دي.


ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ملي اردو په موټر چاودنې شپږ تنه ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن دوشنبې د غوايي ۶ مه د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند سیمه کې د عبدالوکیل لېسې ته څېرمه د ملي اردو پر رنجر موټر شوې.

امنیتي سرچینې او عیني شاهدان یوازې د چاودنې پخلی او په کې د یو شمېر سرتېرو او ملکیانو د تپي کېدو پخلی کوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

ولې د ننګرهار د حوزوي روغتون یوې سرچینې ویلي، دوی ته د پېښې له ځایه دوه سرتېري او څلور ملکي ټپیان وروړل شوي دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار


د مطلب کود: 138461

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138461/

جمهور
  https://www.jomhornews.com