د کندهار د ژېړۍ امنیه قوماندان چاودنه کې ټپي شوی

6 ثور 1400 ساعت 10:47

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار بصیر اڅکزی په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار بصیر اڅکزی په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۵مه) د ژېړۍ او میوند ولسوالیو تر منځ په میراخور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینې وايي، افغان ځواکونو په دغه سیمه کې پوځي عملیات کول، چې د طالبانو سره په نښته کېوتي او پر همدې مهال د ژېړۍ پر امنیه قوماندان ماین چاودلی.

امنیتي او روغتیايي سرچینې تاییدوي، چې په چاودنه کې قوماندان اڅکزی ټپي شوی او دا مهال د جنوب په پوځي روغتون کې تر درملنې لاندې او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

په ورته وخت کې د کندهار یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه پېښه کې د صفر شپږ په نوم د پوليسو د یوې قطعې قومندان وارث هم وژل شوی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: کندهار

 


د مطلب کود: 138463

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138463/

جمهور
  https://www.jomhornews.com