د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال:

ژر به مو ۷ زره بندیان خوشي او مشران به مو له تور لېسته وایستل شي

6 ثور 1400 ساعت 11:26

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې ډېر ژر به ۷ زره نور طالب زندانیان هم راخلاص شي.


قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې ډېر ژر به ۷ زره نور طالب زندانیان هم راخلاص شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ستانکزي پرون یکشنبې د غوايي ۵ مه په خپله ټوېټر پاڼه دا هم لیکلي چې د طالبانو د مشرانو نومونه به هم له تور لېسته لرې کړی شي.

عباس ستانکزي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په ورته وخت ځینې شنونکي وايي، امریکا هم منلې، چې ۷ زره طالب بندیان به خوشي شي.

خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب تر هغو چې د سولې تړون نه ‌وي شوی، دوی زندانیان نه خوشي کوي.

ښاغلی محب وايي، تېر ځل هم حکومت پنځه نیم زره طالب زندانیان خوشي کړل خو پایله کې یې نه جګړه کمه شوه او نه هم سوله کې پرمختګ وشو.

 د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړي، که طالبان اوس هم سولې ته راشي او موافقې ته ورسېدلو او دلته امن تأمین شو، هېڅوک د دې غوښتونکي نه‌ دي چې زندانونو کې دې خلک وساتل شي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي و، چې د پنځه نیم زره طالبانو خوشي کول د حکومت لویه تېروتنه وه او بیا به دا تېروتنه په هېڅ ډول تکرار نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138467

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138467/

جمهور
  https://www.jomhornews.com