۰

ننګرهار په وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي

سی شنبه ۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۲
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار په وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه وسله وال برید کې ۸ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د غوايي ۶ مه) د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ په صدې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار والي ضیا االحق امرخېل وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو په یاده سیمه کې د یوه کور مخې ته په دېره کې پر ناستو کسانو ناتار ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، ناپېژانده وسله والو د تفیسر په نوم د یوه پخواني طالب غړي په دېره کې پر ناستو کسانو برید کړي، چې په ترڅ کې یې خپله د تفسیر او ورور په ګډون یې ۵ تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

والي وايي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي