د کابل – کندهار پر لویه لار د کابل اړوند سیمه کې د دوه مسافر وړونکو موټر د ټکر له امله ۱۶ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د غوايي ۶ مه د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې د ۵۸۰ او ۴۰۴ مسافر وړونکو بس موټرو تر منځ شوې ده.
ویل کېږي په دغه پېښه کې ۱۱ مسافر مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا چې پېښه څه ډول رامنځ ته شوې ویل کېږي دواړه موتر له کابله د کندهار پر لور روان و، چې ټکر شوي دي.
تر اوسه د پېښې سلامت او ملامت نه دي معلوم او اړوند مسوولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ځینې راپورونه وايي، مرګ ژوبله هغه مسافرو ته اوښتې، چې د یوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایرن ته روان و.
جمهورخبري آژانس:کابل