کابل: په ترافیکي پېښه کې ۱۱ تنه مړه شوي دي

7 ثور 1400 ساعت 10:07

د کابل – کندهار پر لویه لار د کابل اړوند سیمه کې د دوه مسافر وړونکو موټر د ټکر له امله ۱۶ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کابل – کندهار پر لویه لار د کابل اړوند سیمه کې د دوه مسافر وړونکو موټر د ټکر له امله ۱۶ تنو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د غوايي ۶ مه د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په سیمه کې د ۵۸۰ او ۴۰۴ مسافر وړونکو بس موټرو تر منځ شوې ده.

ویل کېږي په دغه پېښه کې ۱۱ مسافر مړه شوي او پنځه نور ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا چې پېښه څه ډول رامنځ ته شوې ویل کېږي دواړه موتر له کابله د کندهار پر لور روان و، چې ټکر شوي دي.

تر اوسه د پېښې سلامت او ملامت نه دي معلوم او اړوند مسوولینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځینې راپورونه وايي، مرګ ژوبله هغه مسافرو ته اوښتې، چې د یوې ګولۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ایرن ته روان و.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 138490

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138490/

جمهور
  https://www.jomhornews.com