۰

پنټاګون: له افغانستانه د وتلو پر مهال هر ډول احتمالي ګواښ لپاره مو تیاری نیولی

سی شنبه ۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۰
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې چمتو والی لري.
پنټاګون: له افغانستانه د وتلو پر مهال هر ډول احتمالي ګواښ لپاره مو تیاری نیولی
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې چمتو والی لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ددفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د طالبانو له لوري به د ځواکونو د ایستلو پر مهال پېښېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په منځني ختیځ کې یې الوتکې ځای پر ځای شوې دي، په سیمه کې یې د بېړیو نظامي ماموریت غځېدلی دی او د سرتېرو د ایستلو بهیر به په منظمه توګه تر امنیتي پوښښ لاندې وي. پنټاګون وايي طالبانو ته نه ده په کار چې په دې موده کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي، خو که داسې کوم اقدام وکړي امریکا یې د نظامي ځواب وړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي