۰
د ملي امنیت رییس:

۷ زره طالب زندانیان په هېچ وجه نه خوشي کوو، مخکني یې هم بېرته جګړې ته تللي

سی شنبه ۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۲
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وايي، حکومت به په هېڅ وجه پاتې ۷۵۰۰ طالب زندانیان خوشي نه کړي، ځکه په وینا یې طالبان په خپلو ژمنو عمل نه کوي.
۷ زره طالب زندانیان په هېچ وجه نه خوشي کوو، مخکني یې هم بېرته جګړې ته تللي
د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وايي، حکومت به په هېڅ وجه پاتې ۷۵۰۰ طالب زندانیان خوشي نه کړي، ځکه په وینا یې طالبان په خپلو ژمنو عمل نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سراج چې نن یکشنبې د غوايي ۷ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې و ویل، چې مخکني خوشي شوي ۵۵۰۰ طالبان څخه اکثریت یې بېرته جګړې ته ګرځېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالب زندانیانو خلاصون د سولې پروسې لپاره هېڅ راز ګټه نه ده کړې، بلکې جګړې او د طالبانو تاوتریخوالی ورسره ۲۴ سلنه نور هم زیات شوی دی.

سراج و ویل، که پاکستان ۷۵۰۰ نور طالب زندانیان هم خوشي شي د سولې پروسې سره به هېڅ ګټه ونه کړي، بلکې د طالبانو لیکې به لا پیاوړې او جګړې به زور واخلي.

دغه راز هغه دا ټینګار هم وکړ، چې که دغه شمېر زندانیان خوشي هم شي طالبان اوربند ته غاړه نه اېږدي او وايي، چې په دې اړه به وروسته خبرې وکړ.

د ملي امنیت رییس زیاته کړه، چې طالبان له القاعده سره اوس هم پخې او ټینګې اړیکې لري او دا اړیکو اوس ان له اېډیولوژیکې څخه تېرې شوې ان په کورنیو اړیکو اوښتې دي.

د هغه په وینا د طالبانو او القاعده د غړو تر منځ ان ودونه سره شوي او داسې هېڅ شواهد نشته چې د دغه ډلو تر منځ د اړیکو پر نه شتون دلالت وکړي.

ښاغلي سراج و ویل همدا اوس هم د طالبان د القاعده شبکې غړو ته زمینه برابروي، چې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راشي او فعالیت وکړي.

بل خوا د ملي امنیت هېڅ هغه سیمه ییز وسله وال پاڅون ورته د منلو نه دی، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې نه وي.
د ملي امنیت رییس ټینګار وکړ، چې دغه ډول وسله والو خپل سرو حرکتو ته به هېڅ ډول اجازه ورنه کړي او په خپل ټول توان به یې مخه ونیسي.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي