۰

ملي امنیت د ۱۴ هېوادونو ۴۰۸ داعشي غړي نیولي دي

سی شنبه ۷ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۴
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج وايي، افغان ځواکونو په وروستیو څو کلونو کې د داعش ۴۰۸ بهرني غړي نیولي، چې اکثریت یې پاکستانیان دي.
ملي امنیت د ۱۴ هېوادونو ۴۰۸ داعشي غړي نیولي دي
د افغانستان د ملي امنیت عمومي رییس احمدضیا سراج وايي، افغان ځواکونو په وروستیو څو کلونو کې د داعش ۴۰۸ بهرني غړي نیولي، چې اکثریت یې پاکستانیان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي سراج نن سه شنبې د غوايي ۷ مه کابل کې د نیول شویو داعشیانو په اړه جزیات خپاره کړل ویې ویل، چې دغه نیول شوي داعشیان د ۱۴ هېوادونو اتباع دي.

پاکستان، چین، روسیه، ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، هند، بنګله دېش، ترکیه، اردون، اندونیزیا، الجزائر او مالدیف هغه هېوادونه دي، چې یو شمېر داعشي اتباع یې افغانستان کې نیول شوي دي.

سراج و ویل، چې په ۴۰۸ داعشیانو کې ۱۷۳ مېرمنې او ماشومان هم شامل دي او د ټولو په اړه له اړونده هېوادونو غوښتل شوي، چې د دوی د برخلیک په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

په نیول شویو داعشیانو کې ۲۹۹ د پاکستان، ۳۷ د ازبکستان، ۱۳ تاجکستان، ۱۲ قرغزستان، ۵ روسیې، ۱۶ د چین، ۵ د اردون، ۴ ایران، ۳ ترکیه، ۵ اندونیزیا، ۴ هندي، ۲ بنګله دېشي، ۲ مالدیف او یو الجزایر اتباع شامل دي.

د ملي امنیت رییس و ویل«زموږ غوښتنه له یادو هېوادونو دا ده، چې د نیولو شویو کسانو د برخلیک په اړه د خبرې راسره وکړي، رادشي یو ځای کار وکړو تر څو داعش په راتلونکې کې په سیمه کې مشکل جوړ نه کړي.»

ده خبرداری ورکړ، چې که د سیمې هېوادونه په دې برخه کې له افغانستان سره یو لاس نه شي داعش به راتلونکې کې په سیمه کې په یوه لوی ګواښ بدله او دغه هېوادونه به هم ترې اور واخلي.

 ښاغلي سراج زیاته کړه، داعش غوښتل د خراسان ولایت جوړ کړي خو د افغان ځواکونو له خوا د سختې ماتې سره مخ او رهبري یې ونیول شوه.

نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د داعش کم غړي پاتي دي، چې په وړو ښاري ډلو کې فعالیت کوي، خو افغان ځواکونه به یې له منځه یوسي.

د ملي امنیت رییس و ویل له دې سر بېره د یادو هېوادونو ۳۰۹ نور غړي، چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره هم اړیکې لري په افغان زندانونو کې پراته دي.

په ورته وخت کې سراج د پاکستاني داعشیانو په اړه و ویل، چې له اسلم فاروقي پرته به د ۴۰۸ داعشیانو په اړه له پاکستان سره دوه اړخیزه خبرې وشي.

نوموړي و ویل، که پاکستان اسلم فاروقي غواړي، نو مقابل کې به یې د طالبانو د رهبري دوه یا درې تنه زندانیان افغان حکومت ته سپاري، خو په وینا یې تر اوسه خبرې دې ځای ته نه دي رسېدلې.

د ملي امنیت رییس د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، چې تېره اوونۍ یو پاکستاني پلاوی په همدې خاطر کابل ته راغلی و، خو له هغوی سره خبرو کې کوم پرمختګ ونه شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي