۱

امریکا، ځینو امریکایانو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی دی

چهارشنبه ۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۴
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې یو شمېر امریکايانو ته امر کړي، چې له دغه هېواده راووځي.
امریکا، ځینو امریکایانو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی دی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې یو شمېر امریکايانو ته امر کړي، چې له دغه هېواده ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، که د دغه کارکوونکو کارونه له لرې ځایونو کېږي نو باید پلازمېنه کابل پرېږدي.

ځکه په وینا یې د افغانستان ټولو سیمو ته سفر خوندي نه ‌دی، د سړي تښتونو، بمي او وسله‌ والو بریدونو او ډول ډول خطرونو کچه په‌ کې خورا لوړه ده.

دغه وزارت ویلي، دا امر په کابل کې د امریکا سفارت د یو لږ شمېر کارکوونکو په اړه سمدستي د اجرا وړ دی، خو د کارکوونکو دقیق شمېر نه ‌دی په ډاګه شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د دې اوسني کار له امله به په عملیاتونو او وړتیاوو کې کوم تغییر رانه‌ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي