افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره تلېفوني خبرې کړې او هغه ته یې د پلار د مړینې تسلیت ویلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي محمدوف تلېفوني خبرې پرون سه شنبې د غوايي ۷ مه مازیګر مهال شوې دي.
د ارګ خبرپانه وايي، دواړو ولسمشرانو د تورغنډۍ – هرات، آقینې – اندخوی د ریل پټلیو او دغه راز د ګازو لېږد او برېښنا د سترو پروژو په اړه خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، دواړو ولسمشرانو ژمنه وکړه، چې په ګډو هڅو سره به د دغه سترو پروژو چې د دواړو ملتونو د ښه ژوند سبب ګرځي چارې به یې ګړندۍ کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل