۰
ډاکتر نعیم وردګ:

د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن یو، که د دوحې هوکړه عملي شي جګړه راکمو

شنبی ۱۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۰
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ ویلي، طالبان سولې، ښې حکومتولۍ، د بیان آزادۍ او د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي.
د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن یو، که د دوحې هوکړه عملي شي جګړه راکمو
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ ویلي، طالبان سولې، ښې حکومتولۍ، د بیان آزادۍ او د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نعیم ویلي، دغه ژمنه د طالبانو د سولې مرکچي پلاوي د برلین په غونډه کې له نړیوالې ټولنې سره کړې ده.

نوموړي په یوه ټوېټ کې زیاته کړه، د طالبانو مرکچي پلاوي د برلین په غونډه کې ګډون کړی و او له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه کړې، چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي.

دغه راز نعیم دا هم ویلي، دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې تولو موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې د دوی امنیت خوندي دی.

طالب ویاند زیاته کړې، که د مشرانو نومونه یې له تور لېست و ایستل شي او د دوحې هوکړه له طالبانو سره عملي شي نو دوی به هم جګړې راکمې کړي.

طالبانو پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې برخبریالانو او سیاسي فعالینو هدفي بریدونه زیات شوي دي.

افغان حکومت د دغه بریدونو او وژنو پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبانو په وار وار ترې انکار کړی او رد کړې یې دي.

تازه څو ورځې وړاندې د طلوع تلوېزیون پخوانی خبریال او د مالیې وزارت د مطبوعاتو آمر نعمت روان په کندهار ښار کې په یوه هدفي برید کې و وژل شو.

تر اوسه د روان د قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی، حکومت یې پړه پر طالبانو اچولې ده، خو طالبانو ویلي دوی په دې وژنه کې لاس نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي