۰

امریکا د افغان ځواکونو روزلو ته په یوه بل هېواد کې ملاتړلې

شنبی ۱۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۲
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پلان لري، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان پر ځای په یوه بل هېواد کې وروزي.
امریکا د افغان ځواکونو روزلو ته په یوه بل هېواد کې ملاتړلې
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پلان لري، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان پر ځای په یوه بل هېواد کې وروزي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وړمه ورځ د غوايي ۱۶ مه پنټاګون کې خبریالانو ته کړې ده.

نوموړي ویلي، چې په یو شمیر ځایونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په طرحو کار روان دی خو تر اوسه سل په سلو کې ټاکل شوې نه ده، چې دا روزنې به چېرته کېږي.

هغه په همدې اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي«دا امکان لري، غواړم ووایم ډېرې لارې شته،خو تر اوسه مو لا پرېکړه نده کړې، کله مو چې نهایي طرحې جوړې کړې، دفاع وزارت ته به یې د منظورۍ لپار وسپارو.

د امریکا د پوځ مشر ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ وړتیا لري او اوس مهال پدې طرحو کار روان دی.

څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینت مکینزي هم ویلي و چې امریکا له لرې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د لارو چارو په لټه کې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپا، ناټو، آلمان، فرانسې، ایټالیا، ناروې، بریتانیا او امریکا متحده ایالاتو په ګډې اعلامیې کې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ موافقه کړې ده.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی ویلي یې دي، د افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا مالي مرستي، تخنیکي او د روزنې مرستې اغیزناکې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي