طالبانو بغلان کې ۶۵ افغان سرتېري خوشي کړي دي

18 ثور 1400 ساعت 14:14

وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې په وروستیو جګړو کې نیول شوي ۶۵ افغان سرتېري له خپل بند څخه خوشې کړل.


وسله والو طالبانو په بغلان ولایت کې په وروستیو جګړو کې نیول شوي ۶۵ افغان سرتېري له خپل بند څخه خوشې کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبهد غوايي ۱۸مه پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه سرتېري چې اووه تنه یې ټپیان هم و د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د دوی له بند څخه خوشې شول.

نوموړي ویلي، هر زنداني ته ۵۰۰۰ افغانۍ او یوه یوه جوړه جامې هم ورکړل شوې او خپلو کورنیو ته یې واستول شول.

طالبان دغه افغان سرتېري په داسې حال کې خوشي کوي، چې په دې وروستیو کې یې جګړو ته زور ورکړی او په شپږو ولایتونو کې له تېرو څو اونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 138738

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138738/

جمهور
  https://www.jomhornews.com