دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۳۵۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

18 ثور 1400 ساعت 14:24

ملي دفاع وزارت د هېواد په ۹ ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۳۵۶ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په ۹ ولایتونو کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۳۵۶ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د غوايي ۱۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغان ځواکونو سره دغه نښتو کې ۲۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت وايي، په دې جګړو کې چې په غزني، کندهار، اروزګان، هلمند، فراه، هرات، بغلان، ننګرهار او لغمان کې شوې د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي یا نیول شوي دي.

دفاع وزارت زیاتوي، چې ۲۹کړۍ بېلابېل ډول ماینونه د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمنځ نښتې روانې دي.

بلخوا طالبانو هم په ګڼو ولایتونو کې د یو شمېر سیمو او پوستو د نیولو تر څنګ د ګڼ شمېر افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې او دغه راز د یو شمېر افغان سرتېرو د خوشي کولو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 138739

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138739/

جمهور
  https://www.jomhornews.com