۰

خلیلزاد: که طالبان سوله نه کوي،له جمهوریته به ملاتړ وکړو

شنبی ۱۸ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۴۸
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که طالبان سوله غوره نه کړي، نو د امریکا او اروپا د اجماع پر اساس به له جمهوریته ملاتړ وکړي.
خلیلزاد: که طالبان سوله نه کوي،له جمهوریته به ملاتړ وکړو
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که طالبان سوله غوره نه کړي، نو د امریکا او اروپا د اجماع پر اساس به له جمهوریته ملاتړ وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د کابل، تاشکند تر سفر او برلین تر غوندې وروسته په خپل ټوېټر لیکلي، چې د افغان سولې په اړه اوس نړیواله اجماع رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې نړۍ د خبرو اترو له لارې د توافق او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو ملاتړ او د نظامي لارې د واک ته رسېدو سره مخالفت کوي.

ده یو ځل بیا ویلي، د جګړې د ښکېلو غاړو ټول مشران باید له رامنځته شوي فرصت څخه په ګټنې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید مذاکرات وکړي.

په ورته وخت کې خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې که طالبان د سولې لار غوره نه کړي نو امریکا او اروپايي ټولنه به د جمهوریت څخه ملاتړ وکړي.

خلیلزاد ویلي«که چیري طالبان سوله غوره نه کړي د رامنځته شوي اجماع په اساس به موږ په راتلوونکي د هغه افغانانو ترڅنګ ودریږو چې د جمهوریت د ساتنې لپاره هڅې کوي، د جمهوري ریاست سیاسي یووالي اړین دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د برلین غونډه کې د اروپايي ټولنې، ناټو، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ځانګړو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د زور د هر ډول حکومت مخالفت کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي