د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، افغان ځواکونو د طالبانو له خوا د ۷ ولایتونو د سقوط پلان ناکام کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب نن شنبې د غوايي ۱۸ مه له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره اونیز کنفرانس کې و ویل طالبانو په ۷ ولایتونو کې سخت بریدونه وکړل او غوښتل یې ځینې سیمې سقوط کړي.
خو په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو نه یوازې مخنیوی وکړو بلکې هغوی ته یې په درنې مرګ ژوبلې اړولو سره د ځینو سیمو د سقوط پلانونه ورشنډ کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبانو په څو ولایتونو کې سخته ماته خوړلې او د تېرې اوونۍ په پرتله اوس وضعیت مخ د ښه کېدو په لور دی.
د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار وکړ، چې طالبان فکر کوي د زور له لارې به بریالي شي خو په وینا یې دا خوب به یې رښتیا نه شي، ځکه په دې وروستیو کې یې خپل ټول زور وازمویه.
دی وايي، طالبان د نورو په اشاره په افغانستان کې تاوتریخوالی کوي، عامه تاسیسات ورانوي، په قاچاق او جرمونو کې لاس لري.
ښاغلي محب و ویل، د طالبانو جګړه صرف د قدرت تر لاسه کولو او پردیو استخباراتو ته د ګټې لپاره ده، نو ځکه د ده په وینا تر منځ یې په دې وروستیو کې اختلافات هم خورا زیات شوي دي.
هغه زیاته کړه«د طالب جګړه د قدرت لپاره ده، دیني مشروعیت نه لري علماوو رد کړې، نړیواله ټولنه یې مخالفه ده، خو دوی د خپلو بادارانو د ګتو لپاره جګړه کوي، زما یې پر جنګیالیو غږ دی، چې د خپلو مشرانو لپاره ځانونه مه قرباني کوۍ، هغوی د نشه يي توکو په قاچاق، د معادنونو به ایستلو، او نورو ګڼو جرمونو کې لاس لري.»
د سولې په اړه:
ښاغلي محب د سولې په اړه زیاته کړه، چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په کور دننه د سیاسي او ملي اجماع او دغه راز له نړیوالو سره د سولې په اړه کار کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ترکیې د استانبول غونډې د جوړېدو لپاره په نړیواله کچه هڅې روانې دي خو په وینا یې تر اوسه یې نېټه نه ده معلومه شوې.
هغه یو ځل بیا پر طالبانو نیوکه وکړه، چې د سولې د خبرو واک نه لري او د ده په وینا بادارانو یې تر اوسه پورې د خبرو کولو واک نه دی ورکړی.
ښاغلي محب دا هم و ویل چې په دې وروستیو کې پر پاکستان باندې د نړیوالو فشارونه زیات شوي او دا هېواد هم څه هڅې پیل کړې، چې په افغانستان کې یو سیاسي توافق رامنځ ته شي.
د ملي امنیت شورا سلاکار دا هم تایید کړه، چې په نېږدې راتلونکې کې به د پاکستان یو نظامي پلاوی کابل ته راشي خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل