امریکا د افغانستان د څارلو په موخه په سیمه کې اډې جوړوي

19 ثور 1400 ساعت 9:03

والسټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو په موخه په سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده.


والسټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو په موخه په سیمه کې د خپلو سرتېرو د ځای پر ځای کولو په لټه کې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والسټرېټ ژرونال د خپلو باوري سرچینو په حواله لیکلي، امریکا غواړي په افغانستان کې د وضعیت د څارلو، پر طالبانو د فشار راوستلو او افغان حکومت د ملاتړ په موخه خپل سرتېري، الوتکې او ډرون په سیمه کې ځای پر ځای کړي.

راپور کې ویل شوي، امریکا غواړي همداسې یوه نظامي اډه چې یاد امکانات ولري په تاجکستان یا ازبکستان کې ولري، خو که دلته شرایط برابر نه شول ان په خلیجي هېوادونو او خپلو نظامي بېړیو کې به هم د سرتېرو ځای پر ځای کولو باندې فکر کوي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، امریکا غواړي د تاجکستان یا ازبکستان تر څنګ په پاکستان کې هم یوه پوځي اډه جوړه کړي، چې ځینو پاکستاني سیاستوالو هم د دې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان حکومت هم لېواله دی، چې امریکا دې په دغه هېواد کې پوځي اده جوړه کړي.

دغه امریکايي رسنۍ وايي، په همدې تړاو زلمي خلیلزاد د سیمې له ګڼو هېوادونو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 138761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com