۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه مشر وراره په غزني کې وژل شوی

دوشنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه مشر وراره د افغانستان په غزني ولایت کې وژل شوی دی.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه مشر وراره په غزني کې وژل شوی
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام ګوند د یوه مشر وراره د افغانستان په غزني ولایت کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی کس حافظ نعمت الله نومېږي او پاکستاني رسنیو ویلي، چې هغه غزني کې د اسلام د سرلوړۍ لپاره وژل شوی دی.

د جمعیت علمای اسلام ګوند هم په یوه خبرپاڼه کې تایید کړې، چې د دوی د بلوچستان د صوبايي مرستیال امیر حضرت مفتي رحمت الله خلجي وراره په غزني کې وژل شوی دی.

د دغه ګوند په اعلامیه کې خلک د حافظ نعمت الله جنازې او فاتحې ته وربلل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي